په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, May 15 2025 12:44 PM
.

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۴مه نېټه د ‌دو‌شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، مزار شریف ښار په پنځمه ناحيه کې، له ۲۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل. 
د یاد نظارت په ترڅ کې یوه دارالوکاله چې په غيرقانوني بڼه یې فعاليت ترسره کاوه مهرلاک شوه او د پاتې نورو دارالوکالو متصديانو ته توصیه وشوه چې په خپلو کاري چارو کې شته ستونزې حل کړي.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو خپل یو شمېر کاري ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS