د کنړ ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې او خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
Thu, May 15 2025 11:48 AM
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رئيس مولوي روح الله روحانی د ذی‌القعدې د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې او خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د عدلیې رياست په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې د عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې پر استازو ټينګار وکړ چې، له راستنېدونکو کډوالو سره د استوګنځیو د موندلو او د کورونو د کرایې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
همدارنګه نوموړي د خيريه بنسټونو له استازو څخه هم وغوښتل ترڅو، له راستنېدونکو کډوالو سره د عدلیې رياست په همغږۍ لازمې مرستې وکړي.
په ورته مهال په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې او خیریه بنسټونو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې، له راستنېدونکو کډوال سره هر اړخیزه همکاري کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS