په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, May 15 2025 11:28 AM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ مه نېټه، د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د خوګیاڼۍ ولسوالۍ په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت وکړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد وکتل شول.
د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ځینې ستونزې مشخصې شوې او د حل په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصيې وړاندې شوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او ولایتونو کې له اړوندو ادارو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي، څو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي او د قانون حاکمیت تأمین شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS