د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Tue, May 13 2025 3:25 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په څو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیولې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول.

په دې ناسته کې چې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د څړځای د سلګونو زرو جریبو موضوع، په کابل ښار کې د سعادت ښارګوټي موضوع او د نورو ولایتونو اړوند ځینې نور موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د بېلابېلو ولایتونو مېشتو کوچیانو لپاره، ځانګړې ساحې په پام کې ونیول شي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته وړاندیز وشي ترڅو امارتي ځمکې تخلیه او د هغو اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

په دې ناسته کې د بلخ او جوزجان ولایتونو د څړځایونو د تثبیت په موخه د توظیف شوي پلاوي راپور وړاندې شو چې له مخې یې په دغو ولایتونو کې د څړځای سلګونه جریبه ځمکه تثبیت شوې ده. کمېسیون پرېکړه وکړه چې هیئت دې خپل کار ته دوام ورکړي او د بادغیس ولایت څړځایونه دې هم بررسي کړي.

د کمېسیون رهبرۍ د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وکړ او په هکله یې لازمې تصامیم ونیول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS