په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۲۴۵ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د مياشتې په ۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې یو زرو دوه سوه پنځه څلوېښت (۱۲۴۵) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت په نورو ساحو کې هم د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.