د کابل په پغمان ولسوالی کې د «ملا عزت ښارګوټی» په نامه کابو ۳۵۲ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي تثبیت شوه

د مرکز زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د کابل ولایت په پغمان ولسوالی کې د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره چې د «ملا عزت ښارګوټی» په نامه یادېږي، پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي کابو ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ملا عزت ښارګوټي څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکه بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارله.
یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، د یادې ځمکې ۳۵۲ جریبه د سندونو او شرعي دلایلو پر بنسټ له دې جملې څخه دا چې یاده ساحه وړاندې له دې د امارتي املاکو په نامه سروې شوې وه، امارتي تثبیت کړه.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.