د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښونو دفترونو د یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Thu, Apr 10 2025 9:29 AM
.

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې رياست نورو مسؤولينو هم په‌کې ګډون درلود، د غزني ولایت د معاملاتو لاروښوونې دفترونو په اړه خبرې  وشوې او د عدلیې رئيس ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديان دې خپل ټول معاملات د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي. 
همداراز نوموړي وویل چې دغه متصدیان باید خپل صلاحيتونه او مسؤوليتونه وپېژني، په چارو کې دې له بشپړ دقت څخه کار واخلي او له جعل کارۍ څخه دې ډډه وکړي. 
 په ورته مهال په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونو دفترونو استازو هم خپلې شته ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول، چې د عدلیې رياست له لورې د يادو ستونزو د لرې کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS