د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د روژې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي امر الله مصلح او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
د بغلان ولایت د عدلیې رئیس په دې ناسته کې کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو مطابق جوړول، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
