په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۴ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
Sun, Mar 09 2025 10:27 AM
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان کال د شعبان د مياشتې په اوږدو کې، د ۱۶۰برنامو په جوړولو سره ۲۴ زره او ۳۳۴ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.
دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۳ زره او ۳۳۶ تنه په هلمند، ۲ زره او ۴۶۵ تنه په غزني، ۲ زره او ۳۳۸ تنه په هرات او پاتي نور په بېلابېلو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، له غصب څخه د مخنيوي او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستو د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS