په پکتیا ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو، د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې د دفترونو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یو شمېر عريضه ليکونکو او د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې چې د شعبان د مياشتې په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شو د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو جوازليکونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه بررسي شول او په هغو کې موجودې ستونزې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښهوالي په موخه د یادو دفترونو متصديانو لپاره لازمې توصیې وړاندې کړې.
همدارنګه یاد پلاوي د ۶ تنو عریضه ليکونکو له فعالیت څخه هم نظارت ترسره کړ او هغوی ته یې هم لازمې توصیې وکړې.
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې له اړوندو برخه څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.