د عدلیې وزارت مسلکي معین د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال سره وکتل

barekzai_admin
Tue, Feb 18 2025 9:00 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال او افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي، محترم طارق علي بخیت سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

دا کتنه د شعبان د میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د افغانستان عمومي وضعیت، د قوانینو د تسوید څرنګوالي او په نورو برخو کې د پرمختګونو په هکله په کې بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت مسلکي معین یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت له حاکمیت سره په افغانستان کې امنیت او ثبات تأمین شوی او په هېواد کې د جرمونو کچې د پام وړ کموالی موندلی دی.

دغه راز نوموړي د قانون جوړونې په تړاو وویل چې اوس‌مهال قوانین د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او په اجتهادي مسایلو کې د حنفي فقهې د معتبرو سرچینو په اساس تسوید، تدقیق او نهايي کېږي. نوموړي زیاته کړه چې لویدیځۍ رسنۍ د افغانستان له وضعیت څخه ناسم او غیر واقعي انځور وړاندې کوي او له بده ‌مرغه نړۍ هم د همدغه انځور له مخې وضعیت ته ګوري.

د عدلیې وزارت مسلکي معین روښانه کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې په ټولو برخو کې زیات ‌پرمختګونه ترسره شوي چې د تصور وړ نه وو او د بهرنیو پلاوو سفرونه هم اړین دي ترڅو دغه حقیقتونه منتقل کړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستیال او افغانستان لپاره ځانګړي استازي، محترم طارق علي بخیت په دې کتنه کې د قانون جوړونې په بهیر کې د پرمختګونو په اړه چې تر کومه حده پر قوانینو کار شوی، معلومات وغوښتل او د عدلیې وزارت مسلکي معین له نوموړي سره لازم معلومات شریک کړل.

نوموړي همدارنګه د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له‌خوا د افغانستان په اړه اندیښنې مطرح کړې او ویې ویل چې افغانستان ته د خپل تازه سفر راپور به د دغه سازمان له غړو سره شریک کړي ترڅو دغه اندیښنې لرې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS