په بلخ ولایت کې د څه باندې ۸۷۶۵ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
Sat, Feb 15 2025 2:23 PM
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګدون جوړه شوه.
د تخنيکي هیئت په دې ناسته کې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار په شمال ختيځ لوري کې د شهرنو ښارګوټي د اته زره دوه سوه نهه (۸۲۰۹) جریبه ځمکې، د مزار شریف ښار په لسمه ناحيه کې د دوه سوه پنځه دېرش (۲۳۵) جریبه ځمکې، په نهر شاهي ولسوالۍ کې د څه باندې دوه سوه یو ویشت (۲۲۱) جریبه ځمکې او د چمتال ولسوالۍ په تګابي امام صاحب کلي کې د سل (۱۰۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د بلخ په بیلابیلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسې شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS