په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۴۵ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز په شمال ختیځ کې د دوه سوه اوه اعشاریه پنځه (۲۰۷،۵) جریبه ځمکې او د شولګرې ولسوالۍ اړوند په جنيتو کلي کې د اوه دېرش اعشاریه اوه (۳۷،۷) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او په ترځ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبیت او تشخيص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.