د اسلامي امارت د عدلیې وزیر له یو شمېر سیاسي شنونکو سره وکتل

barekzai_admin
Sat, Jan 11 2025 9:37 AM
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هېواد د سیاسي مسایلو له یو شمېر شنونکو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې نن د پنجشنبې په ورځ، د رجب المرجب د میاشتې په ۸ نېټه د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزیر د نظام د پېاوړتیا په موخه د خلکو او مسؤولینو پر هڅو ټینګار وکړ او په دې هکله یې د سیاسي مسایلو د شنونکو او کارپوهانو رول مهم وباله.

په دې کتنه کې د هېواد سیاسي شنونکو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې له نظام سره به همکار واوسي. دغه راز هغوی د ځمکو له غصب څخه مخنیوی اړین وباله او په دې هکله یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو قدرداني وکړه.

په دې کتنه کې سیاسي کارپوهانو او شنونکو د تقنیني سندونو د مراحلو تېرولو په تړاو هم معلومات وغوښتل او د عدلیې وزیر په دې اړه هغوی ته لازم معلومات وړاندې کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS