د غزني ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د اتحادیو او خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
Sat, Dec 14 2024 11:13 AM
.

د غزني ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطیع الحق عثمان د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د اتحادیو او خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د عدلیې رياست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې رئيس ټینګار وکړ چې د اتحادیو او خيريه بنسټونو مسؤولين دې په خپلو کاري اجراآتو کې له خلکو سره ښه چلند وکړي، له جواز پرته او په غير قانوني توګه فعالیت ترسره نه‌کړي او په منظم ډول دې د عدلیې له رياست سره د خپلو فعاليتونو راپور شريک کړي.

دغه راز په دې کتنه کې د اتحاديو او خيریه بنسټونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې، د عدلیې ریاست یې د رسیدګۍ په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS