د هېواد ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو آمرینو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Dec 08 2024 2:54 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکز او د هېواد ۳۳ نورو ولایتونو د عدلیې ریاستونو د حقوقي مرستو آمرینو او یوشمېر کارکوونکو لپاره د «اداري او مسلکي زده کړې» زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه چې په افغانستان کې د ناروي د کډوالو شورا (NRC) د دفتر په همکارۍ او د عدلیې وزارت سره د دغې موسسې د تفاهم پر بنسټ جوړه شوې ده، د جمادي‌الثاني د میاشتې په ۵مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د بېلابېلو برخو د رئیسانو او مسؤولینو او په افغانستان کې د ناروي د کډوالو شورا د دفتر د سرپست په ګډون سره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په دې برنامه کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او مسلکي کولو لپاره زده کړه ییزې برنامې مهمې وبللې او ګډونوالو ته یې په کاري چارو کې د خپلو زده کړو د تطبیق په برخه کې لازمې توصیې وکړې.

په دې برنامه کې د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم مولوي ضیاءالحق ثاقب هم په خپلو خبرو کې په کاري چارو کې د کارکوونکو پر اخلاص او نیک نیت او د چارو په ښه ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي ګډونوالو ته په خطاب سره وویل چې د اسلامي امارت نظام په اخلاص او فداکاریو رامنځته شوی او اوس‌مهال په کاري چارو کې دغه ډول اخلاص ته اړتیا ده.

د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو او د بهرنیو اړیکو رئیسانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ناروي د کډوالو شورا د دفتر له همکارۍ او له عدلیې وزارت سره د دغې موسسې د همکارۍ تفاهمنامې د سم تطبیق له امله قدرداني وکړه.

په افغانستان کې د ناروي د کډوالو شورا د دفتر عملیاتي رئیس او سرپرست، محترم محمد قاسم بړيڅ هم په دې برنامه کې وینا وکړه او له عدليې وزارت سره د یادې موسسې د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي وویل چې دا موسسه د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د نورو زده کړه ییزو برنامو ترسره کولو ته ژمنه ده.

ټاکل شوې ده چې د «اداري او مسلکي زده کړې» زده کړه ییزه برنامه تر ۶ ورځو پورې دوام وکړي او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو آمرین به په‌کې خلکو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د آسانتیاو د پیاوړي کولو په موخه، د لازمو مواردو زده کړې ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS