د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
Thu, Nov 21 2024 12:49 PM
.

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې مدافع وکیلانو ته اړينه ده چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، په وکالتونو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي او خپل فعالیتونه  د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي.
همدارنګه،  په دې ناسته کې مدافع وکيلانو هم په خپلو کاري چارو کې شته ستونزې شرېکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول، چې د عدلیې رياست له لورې ورته د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS