په تخار ولایت کې د څه‌باندې ۱۱۰۰ جریبو ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
Tue, Nov 19 2024 1:47 PM
.

د تخار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت په یوې ناسته کې په یاد ولایت کې د نږدې یو زرو سل (۱۱۰۰) جریبو ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیولې.

دا ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه او په اشکمش ولسوالۍ کې د نږدې یو سلو یوولس (۱۱۱) جریبه ځمکې، په درقد ولسوالۍ کې د نهه‌سوه لس (۹۱۰) جریبه ځمکې،  په خواجه بهاء‌الدین ولسوالۍ کې د څلور شپېته (۶۴) جریبه ځمکې او د تخار ولایت په بېلابېلو برخو کې د یو اندازه نورو ځمکو دوسیې بررسي شوې.

تخنیکي هیئت د یادو ځمکو په اړه پرېکړه وکړه چې د دوسیو په اړه یې لازیاتې څېړنې ترسره شي. په دې ناسته کې تخنیکي هیئت ته د خلکو یو شمېر عریضې هم بررسي شوې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS