په کندز ولایت کې څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

barekzai_admin
Tue, Oct 22 2024 2:21 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ خان آباد ولسوالۍ ته په سفر سره، په یادې ولسوالۍ کې څه باندې پنځه‌سوه (۵۰۰) جریبه ځمکه بررسي کړه.

یاده شوې ځمکه د کندز د خان آباد ولسوالۍ په باسوس ساحه کې موقعیت لري او تخنیکي هیئت د ساحې د لیدنې او بررسۍ سربېره، د هغې له متصرفانو څخه سندونه او معلومات وغوښتل.

دغه راز تخنیکي هیئت په همدې ورځ د کندز له والي، ملا محمدخان دعوت سره هم وکتل او د کندز ښار د ماسترپلان د تطبیق په برخه کې یې د خپلو یو میاشتنیو فعالیتونو راپور نوموړي ته وړاندې کړ. په دې کتنه کې د کندز والي په دې هکله د تخنیکي هیئت له فعالیتونو څخه قدرداني وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS