د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په اوو ولایتونو کې د څه باندې ۳۴ زره ۱۸ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Mon, Oct 07 2024 12:02 PM
.

د ځمکو له غصب  څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اوږدو کې په غور، ميدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې څلور دېرش زره اتلس (۳۴۰۱۸) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په ميدان وردګ ولایت کې موقعیت لري چې څوارلس زره اوه سوه شپږ څلوېښت (۱۴۷۴۶) جریبه ځمکه پکښې شامله ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې دوه سوه نهه پنځوس زره څلور سوه نهه شپېته (۲۵۹۴۶۹) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په 2۳ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې پنځه سوه اوه شپېته زره اوه سوه دوه اتیا (۵۶۷۷۸۲) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۳  ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS