د پروان ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Oct 06 2024 2:09 PM
.

د پروان ولایت عدلیې رئيس، مولوي حيات الله امين د ربیع الاول د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د عدلیې رياست په مقر کې وليدل.

په دې ناسته کې چې، د مدافع وکیلانو او عدلیې رياست ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوه، د عدلیې رئيس پکښې د مدافع وکيلانو د ستونزو د پېژندلو او د حل په برخه کې پر همکارۍ ټينګار وکړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې ستونزې، خنډونه او ننګونې د عدليې له رياست سره شريکې کړي.

په دې ناسته کې د یاد ولایت مدافع وکيلانو هم له عدلیې رئیس او د عدلیې ریاست نورو مسؤولینو سره هغه ستونزې چې په محکمو کې ورسره مخ دي شریکې کړلې.

په یاده ناسته کې د پروان ولایت د عدلیې رياست مسؤولینو ټينګار وکړ چې، یادې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شريک کوي او د حل په برخه کې به یې په ګډه کار وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS