د عدلیې وزارت مسلکي معين د بدخشان والی سره ولیدل

barekzai_admin
Thu, Sep 12 2024 12:30 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د سفرونو په لړ کې، د ربیع‌الاول د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې  په ورځ بدخشان ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د بدخشان له والي، مولوي محمد ایوب سره وکتل او د عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سيمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه، په دې سفر کې مسلکي معين، د بدخشان ولایت د عدلیې له ریاست څخه هم ليدنه وکړه. 
نوموړي د یاد رياست د کارمندانو  د فعاليتونو د څرنګوالي له نږدې څارنه وکړه او هغوی ته د کارونو د ښه پرمخ وړولو په موخه لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.
په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د بدخشان ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم ناسته جوړه کړه او د هغوی ستونزې واورېدلې او د حل په موخه يې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د عدلیې وزارت پلاوی په پام کې لري چې د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو د بررسۍ او د یادو ریاستونو له لارې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي. له دې وړاندې یاد پلاوی بغلان، تخار او سمنګان ولایتونو ته تللی وو او خلکو ته د یاد ولایت د عدلیې ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی بررسي کړی وو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS