د عدلیې وزارت مسلکي معين د کندز ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Wed, Sep 11 2024 2:14 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ کندز ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د عدلیې له ریاست څخه یې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، یاد پلاوي د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه له نږدې ليدنه وکړه او د کارونو د ښه پرمخ وړلو په موخه کارکوونکو ته لازمې توصيې او لارښوونې وکړې.

د عدلیې وزارت دغه پلاوی په پام کې لري چې د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو د بررسۍ او د یادو ریاستونو له لارې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي. له دې وړاندې یاد پلاوی بغلان ولایت ته تللی وو او خلکو ته د یاد ولایت د عدلیې ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې بررسي کړی وو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS