د سمنګان ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له مسؤولینو سره یوه ناسته جوړه کړه

د سمنګان ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د فعالو معاملاتو لارښوونو د ټولو دفترونو له مسؤولینو سره یوه ناسته جوړه کړه او د عدلیې ریاست مسؤولینو پکښې د دغو دفترونو مسؤولینو په واسطه د اصولو او قوانینو په رعایتولو ټینګار وکړ.
دا ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه او د سمنګان عدلیې رئیس، مولوي نظر محمد فایق پکښې د معاملاتو لارښوونو د فعالیتونو په قانوني کولو او په معاملاتو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو او د معاملاتو دواړو لورو ترمنځ په وساطت ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د عدلیې ریاست مسؤولینو لهخوا د معاملاتو لارښوونو اړوند تقنیني سندونه تشریح شول او هم د هغو معاملاتو لارښوونو له مسؤولینو څخه چې دفترونه یې مخکې د غیرقانوني فعالیت له کبله تړل شوي ول، ژمنه واخیستل شوه.
د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو وخت په وخت د معاملاتو لارښوونو دفترونو له فعالیت څخه څارنه کوي او هم د دغو دفترونو مسؤولینو لپاره برنامې جوړوي ترڅو د سرغړونو او د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي او خلکو لپاره آسانتیاوې رامنځته شي.