د عدلیې وزیر د ترکیې هېواد د علماوو له یو پلاوي سره د همکاریو د پیاوړتیا او د تجربو شریکولو په اړه خبرې وکړې

barekzai_admin
Thu, Aug 22 2024 5:29 PM
.

د اسلامي امارت عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ترکیې هېواد د مذهبي چارو ریاست د مرستیال، سلیم ارګون په رهبرۍ د یاد هېواد د علماوو له یو پلاوي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې. په دې هیئت کې د یاد هېواد د دیني سازمانونو رئیسان او د پوهنتونونو ښوونکي شامل دي چې افغانستان ته یې سفر کړی.
په دې کتنه کې چې د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزیر یاد هیئت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان او ترکیه د دیني او مذهبي مشترکاتو لرونکي دوه هېوادونه وبلل. 
نوموړي زیاته کړه چې حنفي مذهب د دواړو هېوادونو له مشترکاتو څخه دی چې له سیاست څخه نیولې تر اقتصاد، د بشر حقونو او د حکومتولۍ نظام ټولې برخې پکښې شاملې دي.
دغه راز د اسلامي امارت، عدلیې وزیر په یاد هېواد کې د افغانستان له ولس څخه د ترکیې د هرکلي قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د ژوند د هغو آسانتیاو له کبله چې په ترکیې هېواد کې برابرې دي، افغانان لیوالتیا لري چې هلته ژوند وکړي. 
نوموړي په افغانستان کې د قانون جوړونې او په هېواد کې د عدالت پلي کولو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټول قوانین د الله له کتاب، د رسول الله له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچینو څخه تخریج کېږي او زیاته یې کړه چې د عدلیې وزارت په دې برخه کې په کلکه کار کوي.
دغه راز د عدلیې وزیر د عدالت پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت چمتو دی په دې برخه کې د ترکیې هېواد له تجربې او د یاد هېواد له علماوو ګټه پورته کړي.
له بلې خوا په دې کتنه کې د ترکیې هېواد د علماوو د پلاوي رئیس او غړو وویل چې د افغانستان او ترکیې اړیکې له سلو کالو څخه زیاته مخینه لري او دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې همکاري لري. هغه وویل چې افغانستان او ترکیه دوه اسلامي هېوادونه دي چې کولای شي د یوبل له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
هغوی وویل چې د عدلیې وزارت دنده ستونزمنه ده ځکه چې د عدالت پلي کول آسانه کار نه‌دی او ډېر وګړي هم په‌تمه دي چې عدالت پلي شي او ټینګار یې وکړ چې د نظام او اقتصاد له پیاوړتیا سره عدالت هم په سمه توګه تطبیق کېږي.
دغه راز د ترکیې هېواد علماوو وویل چې د ترکیې هېواد په افغانستان کې له اړوندو بنسټونو سره په حقوقي او د عدالت په ټولو برخو کې د همکاریو او تجربو شریکولو ته چمتو دی او د اسلامي امارت له تجربو څخه به هم ګټه پورته کړي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS