په پکتیا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۰ دفترونو نظارت کېدل

د پکتیا ولایت عدلیې رياست، د صفر المظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
د پکتیا ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.