د عدلیې وزارت مسلکي معین د ناروې د کډوالو شورا له یو پلاوي سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

barekzai_admin
Tue, Aug 20 2024 4:30 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان څانګې له مسئولینو ښاغلي روبرت انزیکوا او نیل تورنر سره وکتل او له عدلیې وزارت سره د یادې شورا د همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې وزارت مسلکي معین د ناروې د کډوالو له شورا سره هېوادوالو ته د حقوقي مرستو وړاندې کولو په برخه کې د یاد وزارت هوکړه لیک ته په اشارې سره وویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې له ټولو فعالو موسسو سره همکار دی او له هغوی سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک تطبیق ته ژمن دی.

نوموړي د ناروې د کډوالو شورا له هیئت څخه وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له هوکړه لیک سره سم له عدلیې وزارت سره همکاري وکړي.

له بل لوري د ناروې د کډوالو شورا مسئولینو هم  وویل چې دا شورا چمتو ده له مخکني هوکړه لیک سره سم د عدلیې وزارت حقوقي مساعدینو لپاره د سیمینارونو جوړولو په برخه کې له دغه وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړه ده چې د اسلامي امارت، عدلیې وزارت له دې وړاندې د حقوقي مرستو، حقوقي مشورو وړاندې کولو او په نورو برخو کې د ناروې د کډوالو له شورا سره هوکړه لیک لاسلیک کړی وو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS