په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر تړل کېدل

د ننګرهار ولایت د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه د نظارت پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.