په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۳ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

hakeem_admin
Thu, May 23 2024 8:26 AM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په ياده ناسته کې، د مزار شریف ښار د هاشمي نياز استوګنيزې پروژې ۴۰۰ جریبه ځمکې دوسیه، د کشنده ولسوالۍ خاک سفيد ساحه کې ۸۰۰ جريبه ځمکې دوسیه، د ترکمن علي خاني استوګنیز ښارګوټي د ۵۰۰ جریبه ځمکې دوسیې ترڅنګ یو شمېر د ځمکو اړوند نورې دوسیې هم تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې د یادو ځمکو دوسیې دې بشپړې شي او په راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.
همداراز په ياده ناسته کې د بلخ ولایت  په شولګرې ولسوالۍ کې د دعوا لاندې ځمکو د یو شمېر دوسیو په اړه هم بحث وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS