د عدلیې وزارت د ۷ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

hayat_admin
Wed, Mar 27 2024 12:36 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې  په ورځ د یاد وزارت د بېلابېلو ریاستونو څلورمې رتبې او شپږمې رتبې د ۷ تشو بستونو رقابتي ازموینې د آزادې سیالې له لارې واخیسته.

په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړولو آمر او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړولو آمر د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره ۲۱۹ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دغې جملې څخه د هغوی ۱۳۱ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS