د کابل په ده کیپک ساحه کې عمومي هدیرې لپاره د څه باندې ۵۵۵ جریبه امارتي ځمکې وقف په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی فرمان

hayat_admin
Wed, Mar 20 2024 2:04 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه یوه د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد دی چې د ځمکو له غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون، له لازمو څېړنو وروسته یوه قطعه ځمکه د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې، امارتي تثبیت کړې ده چې په هکله یې لاندې مراتب منظوروم:

د  پنځه سوه پنځه پنځوس اعشاریه شپږ سوه او اته ویشت (۵۵.۶۲۸) جریبو په مساحت سره امارتي ځمکه چې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د ده کيپک په ساحه کې موقعیت لري او حدود یې عبارت دي له: شرقاً د سرای شمالي له څلور لارې او ځینې برخې یې د ده کیپک او بادام باغ له سړک سره متصلې دي، غرباً د خیرخانې د غره له لمنې او د خلکو له خپلسرو آبادیو او د غیر شرعي ذوالیدۍ سره متصله ده، شمالاً ځینې برخې یې د سرای شمالي له هدیرو او ځینې برخې يې د کابل پروان عمومي سړک سره متصلې دي او جنوباً له سلطاني (ده کیپک) عامې غونډۍ سره متصله ده، د عمومي هدیره لپاره دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وقف او ولېږدول شي.

دوه یمه ماده:

(۱) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف دی، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې درج شوې ځمکه احاطه کړې او د هېواد اتباع کولای شي، په هغې کې په منظم ډول مړي دفن کړي.

(۲) هیڅوک نه شي کولای، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې څخه په شخصي موخو یا د خاصې هدیرې په نامه ګټه واخلي.

درېیمه ماده:

دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریه کې دې خپور شي.

یاد فرمان د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۷ نېټه په ۱۴۳۸ ګڼه رسمي جریده کې د عدلیې وزارت په واسطې چاپ او خپور شوی دی. دغه راز عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د یادې ځمکې په اړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دغه ډول لارښوونه کړې ده: یاده شوې ځمکه ژر تر ژره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال کړئ او موږ ته اطمینان راکړئ.

په دغه اساس، هېوادوال کولای شي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په همغږۍ خپل مړي په یادې شوې ځمکه کې په منظم ډول دفن کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS