د یوې میاشتې په اوږدو کې په ۱۰ ولایتونو کې د نږدې ۱۲۰ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Wed, Mar 20 2024 10:54 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې څه باندې ۱۱۹ زره او ۶۶۱ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړه.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په کندهار، بدخشان او میدان وردک ولایتونو کې موقعیت لري چې نږدې ۱۱۳ زره جریبه ځمکه په کې شامله ده.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې کابو ۲۳۶ زره او ۷۹۵ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه دپاسه ۳۲۷ زره او ۶۴۸ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS