د عدلیې وزارت د دریو مرکزي ریاستونو د رئیسانو معرفي

hayat_admin
Sat, Feb 17 2024 1:51 PM
.

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د دریو مرکزي ریاستونو رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعیین شوي دي، د یادو ریاستونو کارمندانو ته وروپېژندل.

په دغو مراسمو کې چې د شعبان د میاشتې په ۶ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په حضور سره پر ځای شوو، د مدافع وکیلانو پخوانی رئیس مولوي سید حبیب الحبیب د مالي او اداري رئیس په حیث، د مالي او اداري پخوانی رئیس مولوي عبدالقادر شریفي د پالیسۍ او پلان رئیس په حیث او د حقوقي مرستو پخوانی رئیس مولوي رحمت الله حقاني د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس په حیث معرفي شول.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، یادو رئیسانو ته د نویو مسؤولیتونو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د مسؤولیتونو په ترسره کولو او خلکو ته د خدمت په برخه کې له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې تغییر او بدلون په اداره کې د مشرتابه او مشرانو د لزوم دید په اساس صورت مومي او ټینګار یې وکړ چې د مسؤولیت ترسره کول باید د مادیاتو له امله نه وي؛ بلکې موخه یې د الله تعالی د رضا ترلاسه کول او خلکو ته خدمت وي.

له بلې خوا په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، په نظام او اداره کې تغییر او بدلون او عزل او نصب یو اصل وباله او نویو رئیسانو لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د دریو مرکزي ریاستونو نویو رئیسانو هم خبرې وکړې او د وزارت له رهبرۍ یې د قدردانۍ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه به په ښه توګه پر مخ یوسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS