په پکتیا کې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ او تثبیت بهیر پیل شو

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د لارښوونې په اساس د یاد ولایت په مربوطاتو کې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ او تثبیت بهیر پیل کړ.
یاد هیئت په یوې ناسته کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۲۵ نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه کړه، د اهل هنودو او سکانو هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ او تثبیت په اړه بحث وکړ. په یاده ناسته کې د سکانو یو تن استازی هم وبلل شو ترڅو د خپلو غصب شویو ځمکو ساحې مشخصې کړې.
د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو اړوند ساحو او طلاعاتو په بررسۍ سره به تخنیکي هیئت، مرکزي کمېسیون ته یې د تثبیت او د راپور ورکولو په برخه کې اقدام وکړي.
په یاده ناسته کې د مهاجرینو د ښارګوټي موضوع او د مرکز ابدکي ساحې موضوع په ګډون د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په دې هکله لازم تصامیم ونیول شوو.