د داوطلبۍ اعلان

hayat_admin
.

Publish Date

Closing Date

د عدلیې وزارت په پام کې لري چې په دارالامان کې، د امید سبز ښارګوټي د عمومي سړک ته څېرمه، د عدلیې وزارت ښي او کین لور ته،  د خپل د جایداد درې ټوټې ځمکه چې هر یوه یې (۲۶۴۸.۰۶) متر مربع، (۱۹۹.۳۱) متر مربع و (۲۴۰۶.۹۵) متر مربع مساحت لري په کرایه ورکړي.  ، حقیقي او حکمي اشخاص، دولتي او خصوصي شرکتونه چې غواړي  یاد جایداد په کرایه ونیسي کولای شي په  ۱۴۰۲/۱۱/۲۳نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدلیې وزارت، د تدارکاتو آمریت د مزایدې او کرایې نیونې په غونډه کې ګډون وکړي، د یادونې وړ ده چې په داوطلبۍ کې د ګډون څخه مخکې له هر ګډون کوونکي څخه د هر یوې ټوټې ځمکې (۱۵۰۰۰۰) یو سلو پنځوس زره افغانۍ نغدي تضمین اخیستل کیږي.