په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Sun, Feb 04 2024 10:28 AM

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د فعالو خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره د هغمږۍ ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح، د انسجام آمریت مسؤولینو او د خیریه بنسټونو مسؤولینو حضور درلود او د عدلیې رئیس د جواز په اخیستو، د خیریه بنسټونو ترمنځ په همکارۍ او همغږۍ، عدلیې ریاست ته د راپور په وړاندې کولو، د لارښوونو په اطاعت او اوامرو ته په درناوي ټینګار وکړ.

د عدلیې رئیس وویل چې خیریه بنسټونو دې د خپلو اساسنامو مطابق فعالیت وکړي او بې وزلو وګړو ته د مرستو په رسولو کې توپیري چلند و نه کړي.

له بلې خوا د خیریه بنسټونو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست او د نظام ټولې لارښوونې په بشپړه توګه رعایتوي. دغه راز هغوی خپلې یو شمېر ستونزې د عدلیې له ریاست سره شریکې کړې او د عدلیې رئیس د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS