راستنېدونکو مهاجرینو ته د عدلیې په وزارت کې د ثبت شوو خیریه بنسټونو او اتحادیو ۶۲ میلیوني مرستې

hayat_admin
Wed, Jan 31 2024 3:19 PM

د اسلامي امارت د عدلیې په وزارت کې ثبت شوو خیریه بسنټونو او اتحادیو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرانو لپاره څه باندې ۶۲ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د دغو بنسټونو او اتحادیو د راپور له مخې، یادې شوې مرستې د ۲۲ خیریه بنسټونو او د زرګرانو اتحاديې په واسطې ترسره شوي چې راستنېدونکو مهاجرینو ته د مرستې رسولو په برخه کې هر یو له ۲۰ زرو افغانیو تر ۱۸ میلیونو افغانیو پورې لګولي دي. 

له دې څخه مخکې، د عدلیې په وزارت کې ثبت شوو خیریه بنسټونو او اتحادیو د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستې رسولو په برخه کې څه د پاسه ۸۰ میلیونه افغانۍ لګولې وې.

د عدلیې وزارت ژمن دی چې د هغو خیریه مرستو د انسجام په برخه کې چې د خیریه بنسټونو له لارې ترسره کېږي لا زیاتې هڅې وکړي ترڅو مرستې اړمنو ته ورسیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS