په پکتیا کې درې موټرپلورنځۍ د «پنجشنبې بازار» جوړولو په دلیل وتړل شوې

hayat_admin
Sat, Jan 27 2024 10:23 AM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ په ګردیز ښار کې د موټرپلورنځیو د فعالیت په نظارت سره، درې موټرپلورنځۍ د «پنجشنبې بازار» جوړولو په دلیل چې په ناقانونه توګه په کې وسایط پیرل کېدل او پلور کېدل، وتړلې او مهرلاک کړې.

یاد پلاوي د پکتیا په مرکز، ګردیز ښار کې نوې موټرپلورنځۍ نظارت او بررسي کړې او مشخصه شوه چې په یاد بازار کې درېو موټرپلورنځیو ناقانونه فعالیت ترسره کړی دی. یادې موټرپلورنځۍ مهرلاک شوې او متصدیانو ته یې لازمې توصیې وشوې.

د هېواد په کچه د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د لارښوونې په اساس مخکې د «جمعه بازار»، «پنجشنبې بازار» اود  نورو موارد په نوم د وسایطو د پېر او پلور ناقانونه بازارونه منع شوي دي ترڅو د جعل کارۍ او د ناقانونه فعالیت مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS