د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

hayat_admin
Tue, Jan 23 2024 2:29 PM
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دې برنامه کې د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې ازموینه کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۵۲ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS