په کندز ولایت کې کابو ۴۱۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Jan 16 2024 10:57 AM
.

د كندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د خپلې نوبتي ناستې په جوړولو او د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو په بررسۍ سره، د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې کابو ۴۱۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

یاد هیئت په دې ناسته کې د دشت ارچي ولسوالۍ د وزیر آباد ساحې د ۳۵۷ جریبه ځمکې او د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې دوسیې بررسي کړې. د بررسۍ په پایله کې یادې دواړه ټوټې ځمکې د ۱۳۵۴ او ۱۳۵۶ هجري لمریز کلونو د کادستري سندونو له مخې امارتي تثبیت شوې او هیئت په دې هکله لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې د عسقلان ساحې د ۶۰ جریبه ځمکې دوسیه او یو لړ متفرقه موضوعات هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS