د عدلیي وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jan 03 2024 3:21 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق، مرکزي رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عریضه لیکنې د جواز د ویش او د عریضه لیکونکو د نظارت کړنلاره، په بېلابېلو برخو کې د جوازلیکونو او د سندونو د چاپ څرنګوالی او د عدلیې وزارت ځیني اداري موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د جوازلیکونو او سندونو په برخه کې د جعل‌کارۍ د مخنیوي او په بهادارو پاڼو کې د یادو جوازلیکونو او سندونو د چاپ په اړه لازم اجراآت ترسره شي.

په یاده ناسته کې د بحث وړ نورو موضوعاتو په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS