په بادغیس ولایت کې د عامه څړځای څه باندې ۶۶۰۰۰جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
Wed, Jan 03 2024 3:02 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې او د مراجعینو په واسطې یو شمېر وړاندې شوې عریضې، سندونه او مدارک بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.

په یاده ناسته کې، موظف هیئت د قادس او دره بوم ولسوالۍ پولې ترمنځ د عامه څړځای د دوه یمې حصې په ساحه کې د خپل د فعالیت راپور وړاندې کړ.

یاد هیئت د یاد راپور په بررسۍ سره په دې ساحه کې ۶۶ زره او ۵۶۴.۶۴ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه. دغه راز یاد هیئت د دغې ساحې د یو تن اوسیدونکي په سند کې ۸۹ زره او ۹۶۰.۶۶ جریبه شامله ځمکه هم تثبیت او تفکیک کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS