د پکتیا ولایت د استیناف محکمې او د یاد ولایت د عدلیې ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jan 03 2024 2:52 PM

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مفتي عبیدالله خالد سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې چې د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوه، د امارت د قضایاو آمر او  د دغه آمریت مسلکي غړو او د پکتیا ولایت د استیناف محکمې نورو مسؤولینو هم حضور درلود.

په دې کتنه کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټنیګار وکړ او د هغو ستونزو په اړه چې د دغو دواړو ریاستونو ترمنځ د ځینو دوسیو پر مخ وړولو په برخه کې وجود لري، خبرې وکړې. نوموړي د یاد ولایت د استیناف محکمې له ریاست څخه دغو ستونزو ته د رسیدګۍ غوښتونکی شو.

د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئیس هم د یادو دواړو ریاستونو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د لري کولو په موخه به د یاد ولایت له عدلیې ریاست سره همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS