د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه، د کاري وختونو د څارنې او مراقبت د ګډ پلاوي کتنه

hayat_admin
Tue, Jan 02 2024 2:36 PM

د کاري وختونو د څارنې او مراقبت ګډ پلاوی چې په ترکیب کې یې د ولایت د مقام استازی، د کار او ټولنیزو چارو د ریاست استازی او د اداري اصلاحاتو کمېسیون استازی شامل دي، د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه کتنه او څارنه وکړه.

یاد پلاوي لومړی د پکتیا ولایت له عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې. د عدلیې رئیس یاد پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له یاد پلاوي سره یې د اړتیا وړ سندونو په وړاندې کولو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د عدلیې رئیس د یاد پلاوي له هڅو مننه وکړه او د امارتي ادارو د رسمي چارو د ښه والي په برخه کې د هغوی اجراآت مثبت وبلل.

یاد پلاوي د دغه ریاست د کاري وختونو اړوند سندونه بررسي کړل او د عدلیې ریاست په واسطې د اړوندو سندونو د دقیق کنترول د بهیر ستاینه وکړه. هغوی د عدلیې ریاست له مسؤولینو سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS