د غور ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, Dec 31 2023 2:31 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۶ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت له والي سره یوه ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت نورو سیمه ییزو مسؤولینو هم حضور درلود او په هغې کې د غور والي د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وغوښتل او د پشته ګاو مرک ساحې د بررسۍ او تثبیت په تړاو چې د فیروز کوه په ختیځ کې موقعیت لري او د ځینو دولتي تاسیساتو جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې، هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده ناسته کې، تخنیکي هیئت هم د یاد هیئت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له والي او د دغه ولایت له نورو مقاماتو سره شریک کړ.

د غور ولایت والي د دغه هیئت له هڅو او لاسته راوړنو مننه او قدرداني څرګنده کړه او هغوی ته یې له خلکو سره د ښه چلند او د هغو د حق تلف کیدو د مخنیوي او نورو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS