د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د کار له پیل څخه تر دې دمه د ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې استرداد

hayat_admin
Mon, Dec 25 2023 2:05 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ  پروان ولایت ته سفر وکړ. یاد کمېسیون په دغه ولایت کې د یوې ناستې پر مهال اعلان وکړ چې د تېرو ۱۵ میاشتو په اوږدو کې د هېواد په کچه کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې استرداد شوې دي.

دا سفر د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ او د پروان ولایت له مقاماتو او مسؤولینو سره د خبرو او همغږۍ په موخه ترسره شوه او په هغې کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو د وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د پروان ولایت له والي او د دغه ولایت له نورو ملکي او نظامي مقاماتو او مسؤولینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې، یاد پلاوي  د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دغه ولایت د مشرتابه فعالیتونه او کړنې وستایلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او یو شمېر نورو مهمو ټکو په اړه يې توضیحات وړاندې کړل.

د عدليې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې، دغه ولایت ته د کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزونه، د امارتي ځمکو د غصب او د تثبیت اړوندو دوسیو بررسي یادې کړې.

نوموړي د دغه کمېسیون غړي د یاد ولایت مقاماتو ته ور وپېژندل او د ځمکو د غصب له تخنیکي هیئت سره یې د یاد ولایت د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د علماوو د شورا او د یاد ولایت د حج او قافو له ریاست څخه یې هم وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

په دې ناسته کې د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق د کمېسیون د کار له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له غاصبینو څخه د کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې امارتي ځمکې له استرداد څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې کابو ۴۰۰ زره جریبه نوره ځمکه هم د یاد کمېسیون تر کار لاندې قرار لري. د نوموړي په وینا د یاد کمېسیون د کارونو پرمخ وړلو لپاره لارښوود، کړنلاره او جامع قانون هم لیکل شوي او نافذ شوي دي.

له بلې خوا د پروان ولایت والي یاد ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او له دغه کمېسیون او د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره یې د پروان ولایت د مقاماتو د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د پروان ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS