د پکتیا ولایت په مرکز کې له ۳ دارالوکالو څخه نظارت او بررسي

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د شنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې ۳ دارالوکالې نظارت او بررسي کړې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
دغه پلاوي، د بررسۍ په ترڅ کې د یادو دارالوکالو له موقعیت، لوحې، مهر، د هویت کارت، د عوایدو د ثبت کتاب، د مقاولې کتاب، د اداري سندونو د ثبت کتاب، د مؤکلینو د سندونو د ثبت کتاب او له جزايي فورمو نظارت او بررسي ترسره کړه.
یاد پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه کړه چې د یادو دارالوکالو له جملې څخه یوې دارالوکالې د جزايي قضیو فورمه نه درلوده او ۲ نورو دارالوکالو د مؤکلینو د ثبت له کتاب څخه ګټه پورته کړې نه ده. یاد شوي پلاوي د دغو ستونزو د لري کولو په موخه د یادو دارلوکالو متصدیانو ته لازمې توصیې او لارښوونې وسپارلې.