د باميان ولايت له مقام سره د ياد ولايت د تخنیکي هیئت د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Thu, Dec 14 2023 10:10 AM
.

د باميان ولايت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ياد ولايت د عدلیې رئیس مولوي محمد ندیم معاذ په مشرۍ د جمادي الاول میاشتې په ٢٧ نېټې د دوشنبې په ورځ د ياد ولايت له مقام سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د دغه هیئت د لاسته راوړنو راپور یې له نوموړي سره شریک کړ.

په دغې ناسته کې د بامیان ولایت تخنیکي هیئت د ياد ولایت له مقام سره د مرکزي کمېسیون له خوا د هدایت شوو دوسیو د بشپړیدو راپور شریک کړ او د بامیان ولایت په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي هیئت له خوا د ۲۷ زرو ۸۱۹.۷۳ جریبه امارتي ځمکې له تثبیت څخه د ياد ولایت مقام ته راپور وړاندې کړ.

په دې ناسته کې لارښوونه ورکړل شوه چې د بامیان ولایت تخنیکي هیئت په واسطې تثبیت شوې ځمکه د ياد ولایت د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS