د کنړ ولایت د مرکز د معاملاتو لارښوونو له دفترونو نظارت او بررسي ترسره شوه

hayat_admin
Wed, Dec 13 2023 1:53 PM
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۷ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په اسعدآباد ښار کې د معاملاتو لارښوونو له یو شمېر دفترونو کتنه او نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې د یادو معاملاتو لارښوونو د دفترونو جوازلیکونه، سټې او د ثبت کتابونه بررسي کړل او متصدیانو ته یې د هغو په کارونو کې د ځینو نیمګړتیاو په دلیل توصیې او لازمې لارښوونې وکړې او ځینې نیمګړتیاوې هم د یاد هیئت له‌خوا لرې کړل شوې.

دغه راز یاد پلاوي د معاملاتو لارښوونو د دفترونو مسؤولینو ته توصیه وکړه، هغه کسان چې د وسایطو په ناقانونه پېر او پلور اقدام کوي د یاد ولایت عدلیې ریاست ته وروپېژني او دغه راز هغوی ته لارښوونه کړه چې یاد وسایط باید د معاملاتو لارښوونو د دفترونو له لارې وپېرل او وپلورل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS