په ارزګان ولایت کې د ۳۸۷۵ جریبه امارتي ځمکې تفکیک او خط اچول

hayat_admin
Wed, Dec 13 2023 11:47 AM
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۵ نېټې د شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د مهمو موضوعاتو د بحث سربېره، د هیئت د ساحوي فعالیت راپور وړاندې شو.

د یاد راپور پر بنسټ تخنیکي هیئت په تېرې اوونۍ کې د یاد ولایت د خیرآباد کاریز له ساحې کتنه کړې او په دغې ساحه کې ۳ زرو ۸۷۵ جریبه امارتي ځمکه خط اچولی او له شخصي ځمکو څخه یې جلا کړې ده.

یاده شوې ځمکه له دې وړاندې د محکمې له‌خوا امارتي اعلام شوې او پر هغې باندې اوس‌مهال د اشخاصو او افرادو له‌خوا تاسیسات ودان شوي چې دوسیه به یې د وروستي تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تخنیکي هیئت په دغې ناسته کې د کرنا ساحې د غصب شوې امارتي ځمکې او د ترینکوت ښار د شهیدانو دښتې په ساحه کې د ۳۰ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې په اړه بحث وکړ او یو ټیم یې د یادو ساحو د بررسۍ لپاره توظیف کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS